مهم خبرونهنړیوال

اسراییلو د القنیطره په سیمه کې نوی پوسته جوړه کړې

ځايي سرچینې په جنوبي سوریه کې ویلي، د اسراییلو ځواکونه نن سهار د القنیطره ولایت په شمالي سیمه کې د «اوفانیا» کلی ته ورننوتل، د کلی د داخلېدو لارې یې وتړلې او یوه پوسته یې جوړه کړه.

د دې سرچینو په وینا، دغه عملیات د شاوخوا ۶۰ سرتېرو او ۱۵ زغره‌والو موټرو په ګډون یوې ګشتی ترسره کړی دی. اسراییلي ځواکونو همدارنګه د اوفانیا او جباتا الخشب تر منځ په لاره کې پوسته درولې او د خلکو تګ راتګ یې تر څارنې لاندې راوستی.

سوریایي سرچینو زیاته کړې چې د دې پېښې یوه ورځ مخکې هم اسراییلي ځواکونو د المعلقه او غدیر البستان ښارونو تر منځ د القنیطره په سیمه کې ورته اقدام کړی و. همدارنګه نږدې یوه اوونۍ مخکې، دغو ځواکونو د القنیطره د مرکزي سیمې په لور، د المنطره بند پر لور، پرمختګ کړی و.

القنیطره د سوریې په جنوبي برخه کې، د اسراییلو له اوربند کرښې سره نږدې موقعیت لري او په تېرو کلونو کې څو ځله د پوځي کړکېچونو شاهد پاتې شوې ده. راپورونه څرګندوي چې د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته، په ۸ دسمبر ۲۰۲۴مه، د اسراییلي ځواکونو پوځي فعالیتونه په دې ولایت کې زیات شوي او ډېری عملیات یې په کليوالو سیمو تمرکز لري.

دا تحرکات په داسې حال کې دوام لري چې څارونکي د پوسته‌ګانو جوړول او د ملکي خلکو د تګ راتګ محدودول د سوریې د ځمکنۍ حاکمیت پر وړاندې د فشار یوې برخې ګڼي، هغه موضوع چې په جنوبي سوریه کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ اندېښنې راپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button