اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري د ايران د انقلاب د کليزې له مراسمو سره يو مهال زياته شوې

په هرات ولايت کې د ايران د اسلامي انقلاب د اووه څلوېښتمې کليزې د لمانځنې له مراسمو سره هممهاله، د سيمه ييزو چارواکو او ايراني ديپلوماټانو له خوا څرګنده شوه چې د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په پام وړ ډول لوړه شوې ده. د دوی په وينا، د ځينو تجارتي پروسو د اسانتيا او د ترانزيټي لارو د پراختيا له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلو حجم په څرګند ډول زيات شوی دی.

عليرضا مرحمي، د ايران د اسلامي جمهوريت سرقونسل په هرات کې، په دې مراسمو کې وويل چې د هرات – خواف د اور لاري د پراختيا له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد پراخ شوی دی. هغه زياته کړه چې د ۱۴۰۳ لمريز کال په لومړيو مياشتو کې له دې لارې هره مياشت شاوخوا پنځه زره ټنه توکي لېږدول کېدل، خو اوس دا شمېر له نولسو زرو زياتو ټنو ته رسېدلی دی.

د هرات ځايي چارواکو هم وويل چې په روان لمريز کال کې د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ حجم پنځه ميليارده ډالرو ته رسېدلی دی. د دوی په وينا، د تجارتي تبادلو بهير لا هم د زياتېدو په حال کې دی.

د هرات د صنايعو او کانونو خونې مشرتابه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او صنعتي اړيکو د پراخوالي خبر ورکړی دی. محمدناصر امين، د يادې ادارې رئيس، وويل چې د ايران او افغانستان ترمنځ تجارتي او صنعتي فعاليتونه زيات شوي او اټکل کېږي چې د روان کال په ترڅ کې به د تبادلو اندازه له پنځه ميليارده ډالرو واوړي.

ايران دا مهال د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شريک بلل کېږي، او د هېواد ډېری اړين توکي يا نېغ په نېغه له ايران واردېږي، يا د هغه له لارې افغانستان ته انتقالېږي. سيدآغا فرزان، د اقتصاد کارپوه، وايي چې دا تبادلې د دواړو خواوو لپاره ګټورې دي، ځکه افغانستان د ځينو خامو موادو وارداتو ته له ايران څخه اړتيا لري، او ايران هم د افغانستان له خامو موادو ګټه اخلي. د ده په وينا، د دواړو هېوادونو ګډه پوله د سيمې له فعاله او خپلواکه اقتصادي لارو څخه ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې، د هرات چارواکي ټينګار کوي چې د پاکستان له لوري د ځينو بندرونو د تړل کېدو له امله، د ايران لاره د افغانستان لپاره د سوداګريزو توکو د لېږد يوه اساسي لاره ګرځېدلې او د هېواد ډېری اړتياوې د همدې لارې پوره کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button