د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

۷ څلوېښت افغان کډوال له پاکستانه آلمان ته ولېږدول شول

د آلمان د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۴۷ افغان وګړي چې په پاکستان کې د خپلو مهاجرتي دوسیو د ارزونې په تمه وو، د فدرالي منلو د پروګرام له لارې برلین ته داخل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغو کسانو له قانوني مراحلو او اړینو اسنادو له بشپړېدو وروسته، د آلمان د سفر اجازه ترلاسه کړې. ویل کېږي چې دوی د اوږدې مودې لپاره په پاکستان کې اوسېدل او د خپلو دوسیو د وروستي ارزونې پایلو ته انتظار باسي.

دا لېږد په داسې حال کې شوی چې د آلمان حکومت مخکې اعلان کړی و چې د فدرالي منلو پروګرام یې ځنډولی دی. سره له دې ځنډ، په وروستیو اونیو کې یو شمېر افغان وګړي چې د دوی قانوني چارې بشپړې شوې وې، آلمان ته انتقال شوي دي.

د آلمان د فدرالي منلو پروګرام د افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته پیل شو، څو هغو کسانو ته چې له ګواښ سره مخ دي، په آلمان کې د استوګنې زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button