د پاکستان د لارو تر بندېدو وروسته په خوست کې د سبزيجاتو کرکيله زیاته شوې

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، له هغه وروسته چې د پاکستان له خوا د ترانزيتي لارو تړل شوي، په دې ولایت کې د سبزيجاتو کرکيله په پام وړ ډول زیاته شوې ده. د دوی په وینا، اوسني کورني تولیدات نه يوازې د ځایي بازارونو اړتیاوې پوره کوي، بلکې يوه برخه يې ګاونډیو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
چارواکي زیاتوي، د پاکستان له خوا د سبزيجاتو د وارداتو محدوديت د دې لامل شوی چې بزګران د بدیلو کروندو د پراخولو او د کرنیزو ځمکو د غوره استفادې پر لور هڅه وکړي. د هغوی په باور، دغه وضعیت سبب شوی چې د خوست په یو شمېر ولسوالیو کې د سبزيجاتو تر کره لاندې ځمکه زیاته شي.
خوست ولایت چې د افغانستان ختیځ ته د پاکستان له سرحد سره پروت دی، د کرنې لپاره مناسب شرایط لري او د دې ولایت ډېری اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د یاد ریاست مسؤلین ټینګار کوي چې د بزګران د ملاتړ دوام او د اړینو امکاناتو برابرول کولای شي د سبزيجاتو په برخه کې د ځان بسیا توب بهیر لا پیاوړی کړي.
ویل کېږي چې دا مهال د خوست د سبزيجاتو محصولات نه یوازې د دې ولایت د بازار اړتیاوې برابروي، بلکې یوې برخې یې ګاونډیو ولایتونو ته هم انتقالېږي.




