د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

امريکا په قطر کې د السليې کمپ افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره د پيسو ورکړه پيل کړه

رويټرز راپور ورکړی چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په قطر کې د «السليې» کمپ هغو افغانانو ته د پيسو د ورکړې بهير پيل کړی دی، چې د افغانستان د بېرته تګ لپاره هلته بند پاتې دي. دا اقدام د يو شمېر امريکايي قانون جوړوونکو له نيوکو سره مخ شوی دی.

د راپور له مخې، له تېر کال د پيل راهيسې له ۱۱۰۰ زيات افغانان په دې پخواني امريکايي پوځي اډه کې اوسېږي. د دوی د بيا مېشتېدو بهير هغه وخت ودرېد، کله چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو افغانانو د منلو برنامه وځنډوله، چې د امريکايي ځواکونو له همکارۍ وروسته د امنيت له ګواښ سره مخ وو.

رويټرز د باوري سرچينو په حواله ليکلي چې تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ کسانو د بېرته ستنېدو او د پيسو د ترلاسه کولو وړانديز منلی دی. امريکايي چارواکو ټينګار کړی چې دغه بېرته ستنېدل اجباري نه دي او له دریمو هېوادونو سره خبرې اترې هم روانې دي چې ياد افغانان انتقال شي.

د مهاجرينو د حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې په دې کمپ کې ملکي پناه‌ غوښتونکي، د امريکايي ځواکونو ښځينه همکارانې د افغانستان د شل کلنې جګړې له پېر څخه، او د امريکايي پوځيو کورنۍ شاملې دي. د دوی په وينا، دا کسان که افغانستان ته ستانه شي، له جدي امنيتي خطرونو سره به مخامخ شي.

په همدې حال کې د امريکا د کانګرېس يو شمېر ديموکرات غړو دغه طرحه د «افغان متحدانو سره خيانت» بللې ده. د افغانانو د تخليه ملاتړ کوونکې يوې ائتلاف سرچينې ويلي، هر اصلي غوښتونکي ته ۴۵۰۰ ډالر او د هر اضافي کورنۍ غړي لپاره ۱۲۰۰ ډالر وړانديز شوی دی.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تمه کېږي د مارچ میاشتې تر پای پورې د السليې مرکز وتړل شي، او د پاتې افغانانو د برخليک پر سر اندېښنې لاهم دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button