دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

اروپايي اتحاديې د افغانستان د ښځو د علمي ونډې قدرداني وکړه

اروپايي اتحاديې په افغانستان کې د نړيوالې ورځې د ښځو او نجونو په مناسبت اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو او نجونو له ونډې او رول څخه په ساينس، ټکنالوژۍ او رياضياتو کې قدرداني کوي.

دغه بنسټ د سه‌شنبې په ورځ په خپل رسمي اېکس‌پاڼه کې ليکلي، چې د افغانستان ښځې – له نرسانو او قابلو نيولې تر څېړونکو پورې – د ټولنې په پرمختګ کې حياتي رول لري او د هغوی فعاله ونډه د يو سالم او هوسا افغانستان لپاره اړينه ده.

اروپايي اتحاديې ټينګار کړی چې د ښځو ماناداره ګډون په ټولو علمي او تخنيکي برخو کې د پايدار پرمختګ له بنسټيزو ستنو څخه شمېرل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کلونو کې د طالبانو د ادارې له‌خوا پر زده‌کړې او کار د ښځو محدوديتونه د نجونو او ښځو لاسرسی لوړو زده‌کړو او ګڼو مسلکي فعاليتونو ته سخت محدود کړی دی.

نړيوالو بنسټونو څو ځلې خبرداری ورکړی چې د ښځو له تعليمي او علمي ډګرونو څخه لرې ساتل به د هېواد پر روغتيايي، څېړنيزو او پرمختيايي نظامونو جدي اغېز ولري. سره له دې ننګونو، ډېری افغان ښځې لا هم په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د روغتيايي خدمتونو په برخه کې، خپلې فعاليتونه دوام ورکوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button