میرویس عزیزی: د افغانستان صنعت ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري

میرویس عزیزی، د عزیزی ګروپ مشر، د برېښنا شرکت او دې پانګونې ډلې ترمنځ د نوو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د ۲۴ ساعته برېښنا برابرول د افغانستان د صنعت د وده اساسي شرط دی. نوموړي وویل، د افغانستان سوداګر چمتو دي چې په تولیدي برخو کې پانګونه وکړي، خو بې له دوامدارې برېښنا د فابریکو جوړول او دوامداره فعالیت ناشونی دی.
ده وویل، فابریکې د پرلپسې فعالیت او د بازار سیالۍ لپاره منظمې او بېوقفې انرژۍ ته اړتیا لري. عزیزی زیاته کړه، د کافي برېښنا نشتوالی په هېواد کې د صنعتي پانګونې پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دی.
د عزیزی ګروپ رییس همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ اصلي کلي، د انرژۍ، په ځانګړي ډول برېښنا، د بنسټیزو زېربناوو پراختیا ده. هغه هیله وښوده چې د دې برخې د همکارۍ په پراخېدو سره به د کورنیو تولیداتو د ودې او د کار د فرصتونو د زیاتېدو زمینه برابره شي.




