په يوه ورځ کې د ۴۲۴ کډوالو کورنيو ستنېدل؛ ملګرو ملتونو د پراخې بېکارۍ خبرداری ورکړ

د طالبانو تر ادارې لاندې رسنيو راپور ورکړی چې په تېر يوه ورځ کې ۴۲۴ کډوالې کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارې هېواد ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې، زيات شمېر دا کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لاري بېرته افغانستان ته راستانې شوې دي.
د باختر خبري آژانس د چارشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۲مه، ليکلي چې ۳۶۹ کورنۍ له تورخم، ۲۴ کورنۍ له اسلامقلعې د هرات، ۱۵ کورنۍ له پلابريشم د نيمروز، ۱۲ کورنۍ له بهرامچې د هلمند او څلور کورنۍ له سپينبولدک د کندهار له لارې هېواد ته راغلې دي. دغه لارې د افغان کډوالو د تګ راتګ له مهمو پولو څخه ګڼل کېږي چې د ايران او پاکستان سره نښلوي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ويلي وو چې يوازې ۱۱ سلنه بېرته راستانه شوي کسان د کار د زمينې درلودونکي دي؛ دا موضوع د هغوی د ژوند د حالت او د کاري فرصتونو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې زياتې کړي دي. ډېری بېرته راستانه شوې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو او د بنسټيزو خدمتونو له کمښت سره په بېلابېلو سيمو کې مخ دي.
دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا ۳۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته بېرته راغلې وې. همداراز، ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۸ ميليونه افغان کډوال د ايران او پاکستان له خاورې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ دا شمېره د وروستيو مياشتو په اوږدو کې د بېرته ستنېدو د یوې پراخې څپې څرګندونه کوي.
د بېرته راستنېدو د بهير له زياتېدو سره، د مرستو ورکونکي بنسټونه د منظمې ملاتړيزې تګلارې جوړولو او د کار او سرپناه د زمينې برابرولو پر اړتيا ټینګار کوي؛ داسې مسووليت چې تمه کېږي د طالبانو اداره به یې د نړيوالو سازمانونو په همغږۍ اغېزمنه توګه ترسره کړي.




