ټولنه‌یزمهم خبرونه

د عربستان له لوري په لوګر کې د يو زرو کڅوړو خوراکي مرستو وېش

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت اعلان کړی چې د ملک سلمان د امداد او بشري چارو مرکز يو زرو خوراکي کڅوړې د لوګر ولايت مستحقو کورنيو ته وېشلي دي. دا مرسته د سه‌شنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۱مه نېټه، د «التوحيد» مؤسسې په همغږۍ ترسره شوې ده.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، له دې مرستو څخه ۶۱۷ کڅوړې د لوګر د مرکز پل‌علم ښار کې وېشل شوي او ۳۸۳ کڅوړې د محمدآغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته رسېدلي دي. ویل شوي چې دغه لړۍ د خوړو د ملاتړ د پروګرام په چوکاټ کې روانه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د «په افغانستان کې د ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۶ کلونو پورې د خوړو د خونديتوب او عاجلو مرستو د پروژې» يوه برخه ده؛ هغه پروګرام چې موخه یې د بحراني حالاتو پر مهال د زيانمنو کورنيو ملاتړ دی.

دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد په ډېری ولايتونو کې د فقر او لوږې کړکېچ لا هم دوام لري. د مرستندويه بنسټونو له‌خوا څو ځله خبرداری ورکړل شوی چې اقتصادي محدوديتونه او د طالبانو د ادارې د کمزورې مديريت له امله د خلکو اقتصادي وضعه نوره هم سخته شوې او د بشري مرستو اړتيا زياته شوې ده.

د ملک سلمان بنسټ له دې وړاندې هم د افغانستان په شمال او شمال ختيځ سيمو کې خوراکي توکي وېشلي او د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو سابقه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button