مهم خبرونهنړیوال

چین د تایوان د خپلواکۍ غوښتونکو ځواکونو ته خبرداری ورکړ

د چین د دفاع وزارت ویاند اعلان کړی چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به د تایوان د خپلواکۍ غوښتونکو هر ډول هڅو پر وړاندې پرېکنده غبرګون وښيي. هغه ټینګار وکړ چې د چین د ولسي ازادۍ پوځ به هر ځواک په نښه کړي چې د ده په وینا د شخړې د پیل هڅه وکړي.

«جیانګ بین» پرون وویل چې بېجینګ هغه پوځي خوځښتونه په دقت څاري چې د چین په باور د تایوان د جلاوالي په موخه ترسره کېږي. هغه خبرداری ورکړ چې هغو ځواکونو ته چې د ده په وینا «د جګړې د پارولو جرئت» ولري، سخت ځواب به ورکړل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د «تایوان نیوز» ورځپاڼې راپور ورکړی، د تایوان وسله‌وال ځواکونه پلان لري د امریکا د جوړې راکټي سیسټمونو، چې «هیمارس» بلل کېږي، استقرار د پینګ‌هو او دونګ‌یین په لېرې پرتو ټاپوګانو کې ترسره کړي.

د پینګ‌هو او دونګ‌یین ټاپوګان د تایوان په تنګي کې مهمه ستراتېژيکه موقعیت لري او د پرمختللو پوځي وسایلو استقرار په دغو سیمو کې کولای شي د سیمې پر امنیتي معادلو اغېز وکړي. چین تایوان د خپل قلمرو برخه بولي، خو د تایوان حکومت جلا سیاسي جوړښت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button