مهم خبرونهنړیوال

الجزيره: په غزه کې نږدې درې زره فلسطينیان د حرارتي وسلو له امله وژل شوي

د الجزيرې د يوې نوې څېړنې له مخې، شاوخوا درې زره فلسطينیان د اسرایيلو د حرارتي يا ترموباريک وسلو د کارونې له امله په غزه کې وژل شوي دي. دغه وسلې د خپل لوړ تخريبي ځواک له کبله په نړيواله کچه د منع شوو وسلو په ډله کې شمېرل کېږي. راپور د غزې د ملکي دفاع د ټيمونو د راټولو شوو شواهدو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د څېړنې له مخې، د ۲۸۴۲ فلسطينيانو مرګونه په مستند ډول د «د حرارتي وسلو منظم کارونې» سره تړاو لري. ويل کېږي دا وسلې، چې د خلا يا هوايي بمونو په نوم هم پېژندل کېږي، د ۳۵۰۰ درجې سانتي‌ګراد څخه زيات حرارت پيدا کوي. څېړونکي وايي، دا تودوخه ډېری وخت د قربانيانو هېڅ پېژندل کېدونکې نښې نه پرېږدي.

د غزې د ملکي دفاع وياند محمود بصل ټينګار کړی چې د دې څېړنې پايلې عمومي اټکل نه، بلکې د ميداني څېړنو او دقيقو جنايي ارزونو نتيجه ده. نوموړي څرګنده کړه، کله چې د يوه هدف ګرځول شوي کور دننه د اوسېدونکو شمېر د وموندل شوو جسدونو له شمېر سره برابر نه وي او يوازې د وينې داغونه يا د انساني نسج کوچني ټوټې پاتې وي، نو نادرکه شوي کسان «تبخیر شوي» ګڼل کېږي. دا څرګندونې د «کامن ډريمز» په نوم پلاتفورم کې بيا خپرې شوې دي.

راپور زياتوي چې د حرارتي وسلو د عادي بمونو برعکس، لومړی د سون موادو ورېځ په هدفمن ځای خپروي او وروسته يې لمبه کوي، چې له امله يې د ډېر تود اور بال رامنځته کېږي او د فشار سخت څپې توليدوي. څېړونکي وايي، په دغو بمونو کې عموماً د «ترايټونال» په نوم ماده کارول کېږي، چې ۸۰ سلنه TNT او ۲۰ سلنه د المونيم پوډر لري. دا ماده په ځينو امريکايي وسلو، لکه د «مارک ۸۴» هوايي بم، کې هم کارېږي.

د فلسطين د روغتيا وزارت عمومي رئيس ډاکټر منير البرش الجزيرې ته ويلي، د دغو وسلو له امله پيدا شوې تودوخه دومره زياته ده چې د بدن مايعات سمدستي جوش راځي او نسجونه تبخیرېږي. د ده په وينا، بدن د درې زره درجې سانتي‌ګراد څخه پورته حرارت، فشار او شديد اکسايډ کېدو سره مخ کېږي، چې دا د انساني انساجو د فزيکي او کيمياوي له منځه تلو سبب ګرځي.

له دې وړاندې هم د دغو وسلو د کارونې موضوع په غزه کې راپورته شوې وه. «عمر حماد»، د غزې يو درملپوه، تېر کال په ټولنيزو شبکو کې يوه ويډيو خپره کړې وه او ادعا يې کړې وه چې د بيت حانون په سيمه کې يې د يوه حرارتي بم چاودنه ثبت کړې ده.

همدارنګه د غزې اوسېدونکې «ياسمين مهناوي» ويلي چې زوی يې سعد د ۲۰۲۴ کال د هوايي بريد پر مهال د غزې ښار د الدرج سيمې په يوه ښوونځي کې ووژل شو او د هغه له جسد هېڅ نښه ونه موندل شوه. نوموړې زياته کړه چې د ښخولو لپاره د بدن نه شتون د دې فاجعې تر ټولو سخته برخه وه.

حرارتي يا ترموباريک وسله د «هوا ـ سون» ډول چاودېدونکې ماده ده، چې د فضا له اکسيجن څخه د ګټې اخيستنې له لارې له ډېر حرارت او شديد فشار سره چاودنه رامنځته کوي. د دغې وسلې کارونه په استوګنيزو سيمو کې له جدي بشري اندېښنو سره مل ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button