اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان او پاکستان د پولو د تړل کېدو دوام؛ سوداګري بن‌بست ته رسېدلې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو د تړل کېدو دوام، چې له درېیو میاشتو څخه زیات وخت یې تېر شوی، د سیمې په یوه مهمه تجارتي لاره کې د توکو د سوداګرۍ او ترانزېت بهیر ګډوډ کړی دی. سلګونه باروړونکي موټر له سوداګریزو توکو ډک د تورخم او نورو تګلارو په سیمه کې درېدلي دي او تر اوسه د پولو د پرانیستو لپاره مشخص مهال نه‌دی اعلان شوی.

د «ان‌پي‌ار» خبري شبکې راپور ورکړی چې د افغانستاني او پاکستاني موټرچلوونکي له سمنټو، خوراکي توکو او درملو بار محمولو سره د دواړو هېوادونو د پولو په دواړو غاړو کې بند پاتې دي. دغه وضعیت د دواړو هېوادونو سوداګرو او ټرانسپورت شرکتونو ته پراخ مالي زیانونه اړولي او د توکو د تأمین سلسله یې له جدي خنډونو سره مخ کړې ده.

دا محدودیتونه د اکتوبر په منځ کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او د طالبانو د ادارې د جنګیالیو ترمنځ له نښتې وروسته پیل شول. له دې پېښې وروسته پنځه فعال تجارتي بندرونه وتړل شول او د سوداګریزو توکو تګ راتګ وځنډېد.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د طالبانو اداره له افغان خاورې د وسلوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي توان نه‌لري، چې له امله یې دا ګام پورته شوی دی. خو د طالبانو اداره دا ادعا رد کړې او د پولو تړل کېدل یې پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي فشار یوه بڼه بللې ده.

په افغانستان کې منتقدان وايي چې د پولو د شخړو دوام او د طالبانو د ادارې د بهرني سیاست د کمزوري مدیریت له امله د هېواد پر اقتصاد درانه زیانونه رامنځته شوي دي. د دوی په باور، خصوصي سکتور او عادي وګړي تر ټولو ډېر له دې وضعیت زیان ویني.

د طالبانو اداره هڅه کوي چې له هند، ایران او چین سره د بدیلو تجارتي لارو د فعالولو له لارې د سوداګرۍ جریان وساتي او له هند څخه یې غوښتي چې د چابهار بندر له لارې د توکو د ترانزېت اسانۍ رامنځته کړي. خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې تر هغه چې له پاکستان سره د پولو شخړې نه‌حل کېږي، د افغانستان پر کورني بازار او سیمه‌ییزې سوداګرۍ به فشار دوام ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button