د ملګرو ملتونو د امنیت شورا: هغه ډلې لا هم په افغانستان کې فعاله دي چې د ترهګرۍ له ډلې ګڼل کېږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار او تحلیل ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ترهګرو ډلې لا هم په افغانستان کې حضور او فعالیت لري. دا راپور د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکې په هېواد کې نورې دا ډول ډلې شتون نه لري. په راپور کې راغلي چې هېڅ یو هېواد د طالبانو دا ادعا نه ده منلې چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت نه لري.
د پاکستاني ورځپاڼې «دې نېشن» د راپور له مخې، د چهارشنبې په سهار د دلوې په ۲۱مه نېټه، له افغانستانه د وسلهوالو ډلو بریدونه پر پاکستان ډېر زیات شوي دي. دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي کړکېچونه زیات کړي او سیمهییزې اندېښنې یې راپارولي دي.
د راپور له مخې، د طالبانو اداره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده. د دې حالت دوام د طالبانو د ژمنو په اړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د سیمې امنیت ته ژمن دي، جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
راپور زیاتوي چې د القاعده شبکه په افغانستان کې لا هم د TTP ملاتړ او روزنه کوي. همدارنګه، د دغې شبکې د جنوبي اسیا څانګې مشرتابه په کابل کې موجود ده، چې دا کار د ممکنه سرحدي بریدونو د پلان جوړونې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د داعش خراسان څانګه (ISKP) هم د افغانستان او پاکستان د شمالي پولو ته څېرمه فعاله ده او د پام وړ وړتیا لري.
په بل برخه کې ویل شوي، چې د پرمختللو وسلو خپرېدل — لکه عصري وسلې، سنايپر سیستمونه، د شپې لید وسایل او جګړهییزې بېپېلوټه الوتکې، چې د طالبانو له خوا کارېږي — د TTP د عملیاتو وړتیا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په برخه کې زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله عمومي نتیجهګیري کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو فعالیت د سیمې لپاره یو جدي امنیتي ګواښ دی، او پر دې یې ټینګار کړی چې دا وضعیت د سرحدونو هاخوا هم اغېز لري.




