هند: د لعل قلعه برید آیاېسآی له افغانستان او ترکیې نه تنظیم کړی

د هند د استخباراتي ادارې د نويو مالوماتو له مخې، د پاکستان استخباراتي اداره (آیاېسآی) د نوي ډېلي په لعل قلعه کې مرګونی چاودنه له افغانستان او ترکیې څخه تنظیم او مشري کړې ده، څو د برید کوونکو اصلي هویت پټ وساتل شي.
په دې چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دا برید د هند په پلازمېنه کې د وروستیو کلونو له پیچلو بریدونو څخه بلل شوی. د هند امنیتي چارواکي وايي چې آیاېسآی هڅه کړې، چې د پاکستان مستقیم ښکېلتیا څرک پاتې نه شي.
د هندي چارواکو د راپور له مخې، د برید عامل شبکه چې “ماژول فریدآباد” نومېږي، تر ډېره له افغانستان څخه تمویل او ملاتړ شوې؛ خو د پاکستان رول په پټه او محدود ډول پاتې شوی دی. استخباراتي سرچینې باور لري چې دا تاکتیک د دې لپاره کارول شوی، څو اسلاماباد ته پر نړیواله کچه غبرګون او رسمي تورونه متوجه نه شي.
هند مخکې خبرداری ورکړی و چې هر ډول ترهګریز برید به د دښمنۍ عمل او د جګړې اعلان ګڼي. امنیتي شنونکي وايي، د پاکستان د اقتصادي ناپایداره وضعیت او دا اندېښنه چې اسلاماباد ممکن یو ځل بیا د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې (FATF) خړ لیست ته داخل شي، له کبله د آیاېسآی دغه پټ چلند تمه کېدله.
راپورونه ښيي چې د آیاېسآی اړیکې له بهرنیو همکارانو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره، مستقیم تماس نه دی نیولی او ټولې اړیکې د منځګړو کسانو او د پاکستان له خاورې بهر له لارو برابرې شوې، څو د دغه هېواد رسمي ښکېلتیا تعقیب ناشوني شي.
له افغانستان نه د آیاېسآی لخوا د خپلو استخباراتي او ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار اخیستل، د سیمې لپاره جدي ګواښ بلل شوی او دا د بېثباتۍ یوه بله نښه ده چې طالبانو اداره یا خو د مهارولو توان نه لري یا اراده.




