د بار وړونکو موټرو کموالی د هرات صنعتي توکو لېږد له ستونزو سره مخ کړی

د هرات د صنایعو او کانونو خونې ويلي چې د بار وړونکو موټرو د نوبتي کار سبب شوی، د دې ولایت د صنعتي ښارګوټي تولیدات نورو ولایتونو ته په سختۍ ولېږدول شي او دغه وضعیت د هېواد د بازارونو پر بیو اغېز کړی دی.
محمدناصر امین، د دې خونې مشر، وايي د طالبانو د ادارې له خوا د جوړ شوي طرزالعمل له مخې، هر ولایت ته جلا نوبت ورکول کېږي. د هغه په وینا، کله چې اړتیا د فراه، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو ته د توکو د لېږد پیدا شي، موټر نه موندل کېږي، او دا ستونزه د کورنیو تولیداتو بیې په یادو بازارونو کې لوړې کړې دي.
یو شمېر د هرات صنعتکاران ټینګار کوي چې د موټرو له کموالي سربېره، د بار وړلو د کرايې زیاتوالی هم پر تولیدوونکو دروند فشار راوستی دی. دوی وايي، نوبتي سیستم د دې لامل شوی چې د خپلو تجارتي اموالو د لېږد پر وخت او څرنګوالي کنټرول ونلري، او دا کار د توکو وروستی لګښت د مصرف کوونکو لپاره لوړ کړی دی.
تر دوو کلونو ډېر وخت تېر شوی چې د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د بار وړونکو موټرو له لارې د تجارتي توکو لېږد نوبتي کړی دی. د طالبانو چارواکو ویلي چې دا پرېکړه د موټرو چلونکو ترمنځ د عدالت د ټینګولو لپاره شوې؛ خو سوداګر باور لري چې دا تګلاره د بازار اړتیاوو او د ولایتونو د تولیدي ظرفیت له پامه غورځولو پرته عملي شوې، چې اقتصادي اغېزې یې پر خصوصي سکتور او اوسېدونکو بار کړې دي.
په عین حال کې، د هرات سیمهییز چارواکي وايي چې د بار وړونکو موټرو د کرايې د کمولو لپاره ګامونه اخلي. محمدیوسف سعیدي، د هرات د والي ویاند، ویلي چې دغه موضوع له مرکزي ادارو سره شریکه شوې او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې کرايې راکمې شي؛ ژمنه چې صنعتکاران یې د عملي کېدو هیله لري.




