د سره صلیب نړیواله کمیټه د افغانستان ۴۷ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کړی

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ۲۰۲۵ کال راپور کې ویل شوي چې دې ادارې د افغانستان د هلال احمر ټولنې اړوند ۴۷ لومړني روغتیايي مرکزونه ملاتړ کړي او له ۱.۲ میلیونه ډېرو ناروغانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي. د دې راپور له مخې، د دې خدمتونو ۶۴ سلنه ګټه اخیستونکي ښځې او نجونې دي.
راپور زیاتوي چې تېر میلادي کال کې په دغو مرکزونو کې له ۳۳۷ زرو څخه ډېر د واکسین دوزونه تطبیق شوي دي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو اړتیا لا هم لوړه ده.
همدارنګه سلګونه روغتیايي کارکوونکي د مسلکي او تخنیکي روزنو ګټه اخیستې او د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو تر ملاتړ لاندې راغلي دي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې موخه د دغو ملاتړونو دا ښودلې چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د خلکو د اساسي روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي زیاتوالی یقیني کړي.




