امنیت او پېښېمهم خبرونه
په ننګرهار کې د کان د رالوېدو له امله يو کارګر وژل شوی

د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ د مامندره په سيمه کې د يوه د کان د يوې برخې د رالوېدو له امله يو کارګر وژل شوی او بل ټپي شوی دی. دا پېښه پرون د غرمې له خوا رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر ويلي، دا پېښه د کان د يوې برخې د ښويېدو له امله رامنځته شوې ده. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، ټپي کس د امنيتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.
چارواکي د ټپي کس روغتيايي حالت د قناعت وړ بللی دی. تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزئيات او د کانونو د خونديتوب تدابير نه دي خپاره شوي.




