په پېښور کې د خیبرپښتونخوا او د پاکستان د پوځ امنیتي ناسته وشوه

د خیبرپښتونخوا د حکومت لوړپوړي چارواکي او د پاکستان د پوځ استازي په پېښور کې په یوې ګډې امنیتي ناستې کې د «امن او نظم» او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ پر سر سلا شول. په دې ناسته کې د خیبرپښتونخوا وزیراعلا سهیل اپریدی، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، او یو شمېر نورو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی و.
د راپورونو له مخې، دواړو خواوو په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ګډې تګلارې د پلي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه چې راتلونکې اقدامات به په بشپړه همغږۍ سره ترسره کوي. د خیبرپښتونخوا امنیتي وضعیت، د وسلوالو ډلو پر ضد عملیات، او په حساسو سیمو کې د ثبات ټينګښت د دغو خبرو اصلي محورونه بلل شوي دي.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان د پوځ عملیات په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې په تېرو څو اوونو کې زیات شوي دي. د دغو عملیاتو د زیاتوالي له امله د سیمې اوسېدونکي اندېښنې لري.
منظور احمد پښتین، د «پښتون تحفظ» غورځنګ مشر، څو اوونۍ مخکې ویلي و چې سره له دې چې د پاکستان چارواکي وايي دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هدفمن ترسره کېږي، اصلي قربانیان یې بیا هم پښتانه دي. د هغه په وینا، د اوسني وضعیت دوام د بېځایه شویو کسانو شمېر هم زیات کړی دی.
د راپورونو له مخې، یوازې د تیراه له سیمې څخه په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ زره پښتانه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي؛ دا موضوع یو ځل بیا په دغو سیمو کې د پوځي عملیاتو انساني پایلې را برسېره کړې دي.




