سياستمهم خبرونه

د ايران د انقلاب د کليزې مراسم په کابل کې ترسره شول

د ايران د اسلامي انقلاب د بريا د اووه څلوېښتمې کليزې په مناسبت، په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت په سفارت کې رسمي مراسم ترسره شول چې پکې د ايران چارواکو، د طالبانو د ادارې يو شمېر مسئولينو، سفيرانو، بهرنيو ديپلوماټانو، علماوو او د کابل اوسېدونکو ګډون کړی و.

په دې برنامه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست عليرضا بيګدلي په خپلو خبرو کې د تېر کال امنيتي او پوځي پېښو ته په اشارې وويل چې تهران د ديپلوماسۍ او خبرو اترو تر څنګ، ځان د امريکا متحدو ايالاتو او اسرائيلو له پوځي ګواښونو سره مخ بولي. هغه زياته کړه چې د ايران د وسله والو ځواکونو غبرګون د ايران د چارواکو په وينا، د جګړو د درېدو او د اوربند د بحث د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

د ايران د سفارت سرپرست زياته کړه چې د تهران رسمي سياست دا دی چې ډيپلوماسي د ملي حاکميت او د ارضي تماميت له دفاع سره يو ځای تعقيب کړي. د هغه په وينا، د تېرو څو لسيزو فشارونه او بنديزونه د ايران د نظام په سياسي اراده بنسټيز اغېز نه دی کړی.

دغه مراسم په داسې حال کې په کابل کې جوړېږي چې د افغانستان له سياسي بدلونونو وروسته، د ايران او د طالبانو ادارې ترمنځ اړيکې نوي پړاو ته داخلې شوې دي او دواړه لوري هڅه کوي خپل ديپلوماټيک تماسونه په يوې ټاکلې کچې وساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button