د طالبانو استخباراتو اداره د خپلو کارکوونکو پر ضد د شکایت ثبت لاره اعلان کړه

د طالبانو د ادارې عمومي استخباراتو ریاست په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د افغانستان اوسېدونکي کولای شي که د دې ادارې له کارکوونکو او ځواکونو څخه سرغړونه وویني یا شکایت ولري، خپلې قضیې ثبت او وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د شکایتونو د ثبت لارې پکې د تلیفوني اړیکې او د «سیګنال» پیغام استولو اپلېکېشن کارول شامل دي. د دغې ادارې په وینا، دا طریقه خلکو ته زمینه برابروي چې خپلې ستونزې او شکایتونه مستقیمآ ورولېږي.
دا خبرپاڼه په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د استخباراتو اداره د بشري حقونو د ادارو او د ټولنې د ځینو برخو له خوا د یوه تړلي او وېروونکي جوړښت په توګه پېژندل کېږي، او تل د دې ادارې د خوندیتوب، روڼتیا او ځواب ویونکيتوب په اړه اندېښنې شتون لري.
منتقدان وایي، تر هغو چې د شکایت کوونکو د خوندیتوب او د شکایتونو د خپلواکې څېړنې لپاره روښانه ضمانتونه ورنه کړل شي، دا ډول اعلانونه نه شي کولای د موجودو اندېښنو مخه ونیسي، او د لا روڼو او باور وړ میکانېزمونو اړتیا لا زیاته شوې ده.




