ټولنه‌یزمهم خبرونه

د طالبانو د پلویانو له لوري د جبري حجاب لرونکو زده‌کوونکو ویډیو خپره شوې

یو ویډیو چې د طالبانو د ادارې له ځواکونو او ملاتړ کوونکو لخوا خپره شوې، هغه دینی ښوونځي زده‌کوونکې ښيي چې له بشپړ مخ پټو لباسونو سره، یوازې یې سترګې ښکاري او د دیني پوښتنو ته په عربي ژبه ځوابونه ورکوي.

دغه ډول حجاب چې د افغانستان د ډېرو برخو له دود او فرهنګ سره له پامه غورځېدلی، په وروستیو کلونو کې د طالبانو د ادارې له خوا په قصدي توګه تبلیغ او ترویج کېږي ترڅو د ښځو او نجونو لپاره عادي بڼه واخلي.

د طالبانو اداره له هغه ډول لباس ملاتړ کوي چې پکې د ښځو مخونه په بشپړ ډول پټ وي، یا نجونې د برقع په اغوستلو اړ کېږي؛ یو سیاست چې منتقدان یې د ښځو پر ټولنیز حضور د لا زیاتو بندیزونو برخه بولي.

وروسته له هغې چې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو زده‌کړې په رسمي ښوونځیو کې بندې شوې، یو شمېر محرومې نجونې د سختو کورنیو بندیزونو څخه د خلاصون لپاره له مجبوریته دینی مدرسو ته مخه کړې ده. دغه مدرسې د طالبانو د ادارې د تندروانه او سخت دریځه تفسیر پر بنسټ فعالیت کوي او له نجونو څخه د ازادو او متنوعو زده‌کړو فرصتونه اخیستل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button