د نجیبالله لور د طالبانو د ښځو پر ضد پالیسیو توند انتقاد وکړ

هیله نجیب، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله لور، د طالبانو د حکومت د ښځو پر وړاندې د سختو پالیسیو په اړه سختې نیوکې کړې دي. نوموړې ویلي، په افغانستان کې ښځې یوازې د ښځینهوالي له امله له کار او ټولنیزو فعالیتونو بېبرخې شوې دي.
هغې د یوې ښځې، نوریې، حالت ته اشاره کړې چې د خپلې کورنۍ د مصارفو د برابرولو لپاره یې د زوی جامې اغوستي، ځکه د هغې په کورنۍ کې نارینه سرپرست نشته او په اوسنیو شرایطو کې ښځو ته د کار اجازه نهورکول کېږي. د هیله نجیب په وینا، دا ډول کیسې د هغه پراخ فشار څرګندونه کوي چې پر افغان ښځو تپل شوی دی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر لور پوښتنه کړې چې طالبان څنګه کولی شي د خلکو او هېواد ګټې خوندي کړي، په داسې حال کې چې د هغې په باور، دوی په عمل کې د بهرنیانو ګټو ته تر خپلو اتباعو لومړیتوب ورکوي. نوموړې ټینګار کړی چې هغه ډلې چې د ملت پر غوښتنو د پردیو ګټې ترجیح ورکوي، د ملي ګټو د خوندي کولو توان نهلري.
هیله نجیب خبرداری ورکړی چې د ښځو د کار او ټولنیز ګډون مخنیوی به افغانستان له ژورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي. هغې دا حالت د هېواد د راتلونکي لپاره جدي ګواښ بللی دی.
دا نیوکې په داسې مهال شوي چې په افغانستان کې د ښځو اقتصادي او ټولنیز ژوند په پراخه کچه محدود شوی، او ځینې نجونې د خپلې کورنۍ د یوې مړې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره اړې شوې خپل هویت او بڼه بدله کړي. دا وضعیت د هېواد د بشري کړکېچ ژوره کچه ښيي.




