طالبان: د امریکا بېپیلوټه الوتکې لا هم د افغانستان فضا کې الوتنې کوي

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ایران له حکومتي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هم د متحده ایالاتو بېپیلوټه الوتکې د افغانستان فضا ته دوامداره الوتنې کوي. د نوموړي په وینا، دغه الوتکې د ګاونډیو هېوادونو له لارې د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي، خو دا یې نه دي څرګند کړي چې کوم هېوادونو دې ته اجازه ورکړې.
مجاهد د جهانی رسمیت پېژندنې په اړه ویلي، چې دا مهال د طالبانو اداره په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ ډیپلوماتیک نمایندګۍ لري او ادعا کوي، چې له یو شمېر هېوادونو سره، په ځانګړي ډول اسلامي او ګاونډیو هېوادونو سره، یې اړیکې “ښه” دي. نوموړي همداراز وویل، چې یو شمېر هېوادونه چمتو دي له طالبانو سره رسمي اړیکې ټینګې کړي، خو د دې ادعا د ملاتړ کوم عیني شواهد یې نه دي وړاندې کړي.
هغه د دې مرکې په یوه بله برخه کې د لوېدیځو او اروپایي هېوادونو پر روانو سیاستونو نیوکې کړې او ویلي، چې لا هم د دوی لیدلوری افغانستان ته “جګړهیز” دی او باید بدل شي. نوموړي همداراز پر طالبانو پورې اړوند اشخاصو او جوړښتونو باندې لګول شوي نړیوال بندیزونه “غندلي” او د دغو بندیزونو د ژر ختمېدو غوښتنه کړې.
سره له دې چې طالبان له اسلامي هېوادونو سره د “ښو” اړیکو یادونه کوي، خو تر اوسه د ملګرو ملتونو یو غړي هېواد هم هغوی په رسمي توګه نه دي پېژندلي، چې دا موضوع د طالبانو د نړیوال مشروعیت د راتلونکې په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي. همداراز، د امریکا بېپیلوټه الوتکو مکرره الوتنې د طالبانو د ادارې د هوايي حریم پر کنټرول د کمزورتیا نښه ګڼل کېږي؛ یوه داسې حالت چې د هېواد د اوسېدونکو ژوند او امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.




