اقتصادمهم خبرونه

د کابل ښاروالۍ د رمضان لپاره نوې نرخ‌نامې تصویب کړې

د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د مبارک رمضان میاشتې له رارسېدو وړاندې، د احتکار مخنیوي او د قیمتونو د کنترول کمېسیون له یوې رسمي ناستې وروسته، د کابل ښار د بازارونو لپاره ۵۳ نوې نرخ‌نامې ترتیب او وروستۍ کړې دي.

د دې ادارې په وينا، نوې نرخ‌نامې د کمېسیون د غړو ترمنځ د هر اړخیزو خبرو اترو وروسته چمتو شوې ترڅو د کابل اوسېدونکي وکولای شي د رمضان لپاره اړين لومړني توکي او مواد په مناسب قیمت او ښه کیفیت له بازارونو ترلاسه کړي.

د کابل ښاروالۍ وايي، د دې اقدام موخه دا ده چې د راتلونکو ورځو لپاره د ښار د اوسېدونکو اسانتياوې زیاتې شي او د نرخ‌نامې د تطبیق د څارنې او کنترول بهیر به په منظم ډول د ښار په بېلابېلو ناحیو کې دوام ولري.

انجنیر عصمت‌الله انصار، د کابل ښاروالۍ د بازارونو د تنظیم مرستیال، ویلي چې په دې ناسته کې د ګران‌فروشی مخنیوی، د لومړنیو توکو واردات له ګاونډیو هېوادونو او د اسعارو د بدلونونو اغېز پر قیمتونو وڅېړل شول.

د مسؤلينو د څرګندونو له مخې، کمېسیون ژمنه کړې چې د لومړنیو توکو د عرضې د دوامداره کنترول لپاره هڅې وکړي او که تخلف ترسره شي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ، د سوداګرۍ، ماليې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، استخباراتو، مرکزي بانک، لویې څارنې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، پیشه‌ورانو او دوکاندارانو، د امارتي نفت او ګاز شرکت، د معیار او کیفیت ادارې او د اصنافو استازو ګډون درلود.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button