مهم خبرونهنړیوال

ماکرون له اروپایي هېوادونو وغوښتل چې د ډالر واکمني ننګونه کړي

د فرانسې ولسمشر امانوېل ماکرون له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د نړیوال مالي نظام پر ډالر د واکمنۍ د کمولو لپاره همغږې هڅې وکړي او ټينګار یې کړی چې اروپا باید د ګډ پور ورکولو یو ګډ میکانیزم جوړولو ته ګام واخلي.

ماکرون د فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د اروپایي اتحادیې لپاره د خپل اقتصادي خپلواکۍ د ساتلو په موخه اړینه ده چې خپلواکې مالي وسيلې رامنځته کړي. د هغه په وینا، پر ډالر زیاته تکیه د اروپا دریځ د بهرنیو فشارونو پر وړاندې کمزوری کوي.

د فرانسې ولسمشر د یادې مرکې په بله برخه کې، د واشنګټن له شخړه‌ناکو اړیکو سره په تړاو ویلي، هغه له دونالډ ټرمپ، د امریکا اوسني ولسمشر، سره د درناوي له دریځ څخه چلند کوي، خو دا درناوی د کمزورۍ معنا نه لري.

هغه دا هم ویلي چې اروپایي اتحادیه له یوې امریکا سره مخ ده چې د ده په وینا، د اروپا پر وړاندې دښمنانه چلند لري، اتحادیه سپکوي او هڅه کوي چې د هغې یووالی کمزوری شي.

ماکرون همدارنګه ټینګار کړی چې اروپایي مشران باید دا تصور ونه لري چې د امریکا سره اختلافونه پای ته رسېدلي دي. د هغه په باور، د ګرینلنډ، ټکنالوجۍ او سوداګرۍ په څېر موضوعاتو کې کړکېچونه لا هم موجود دي او د اروپایي اتحادیې د غړو هېوادونو له لوري ګډ او ستراتیژیک ځواب ته اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button