امنیت او پېښېمهم خبرونه
د طالبانو د عامه ګټو وزارت: د هېواد ډېری لویې لارې د تګ راتګ لپاره پرانېستې دي

د طالبانو د عامه ګټو وزارت وايي، د واورې د ورښت د کچې له کمېدو سره اوس د هېواد په ډېرو ولایتونو کې مهمې لویې لارې د مسافرو پر مخ پرانېستې دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ټولنیز شبکه اېکس کې په یوه خپره شوې ویدیو کې ویلي، اوس مهال په ډېری لویو لارو کې د تګ راتګ چارې پرته له کومې ستونزې روانې دي او هغه بندیزونه چې د واورو ښوېدنې له امله وضع شوي وو، په ډېرو سیمو کې ختم شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې هم، په ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول په غور او بدخشان کې، لا هم ځینې لارې د خرابو هوايي شرایطو او د واورې د ډېروالي له امله تړلې پاتې دي.
د عامه ګټو وزارت ویاند وویل، د دې وزارت ولایتي رئیسان هڅه کوي چې د لارو د پاکولو له لارې پاتې بندې لارې هم ژر تر ژره د تګ راتګ لپاره پرانیزي.




