سياستمهم خبرونه

پوتین: د اوراسیا یووالي د روسیې د بهرني سیاست لومړیتوب دی

ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، ویلي دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او د اوراسیا په سیمه کې د یووالي د هڅو پیاوړتیا د مسکو د بهرني سیاست اساسي محور دی.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، پوتین دا څرګندونې د خپلو ډيپلوماټانو له یوې ناستې سره وکړې او ویې ویل چې د هېواد د ډيپلوماسۍ دستگاه باید د ملي امنیت د تأمین او د روسیې د مشروع ګټو د دفاع لپاره له ټولو موجودو ظرفیتونو او وسایلو تر اعظمي کچې ګټه واخلي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د نړۍ په عامه ذهنیت کې د روسیې د یو واقعي انځور رامنځته کول خورا مهم دي او زیاته یې کړه چې له نورو هېوادونو سره همکاري او شراکت د یو څو قطبي نړیوال نظم د جوړېدو لپاره اړین دي.

د روسیې ولسمشر د نړیوالو اړیکو د بې‌ثباتۍ او ګډوډۍ د زیاتېدو په اشاره وویل، چې په دا ډول حالاتو کې د ډيپلوماسۍ رول له پخوا زیات مهم دی، او له خپلو ډيپلوماټانو یې وغوښتل چې د نړیوالو بدلونونو په مدیریت کې لا فعاله ونډه واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button