د امريکا پوځ يو ځل بيا د ارام سمندر په ختيځ کې پر يوه بېړۍ برید کړی

د امريکا د جنوبي قوماندانۍ چارواکو خبر ورکړی چې د ارام سمندر ختيځ ته يې يو ځل بيا پر يوه بېړۍ بريد کړی دی. د دوی په وينا، دا اقدام د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوی چې له مخې يې دغه بېړۍ د نشه يي توکو له قاچاق سره تړاو درلود.
د دې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، استخباراتي راپورونه ښيي چې د يادې بېړۍ سپرلۍ د نشه يي موادو په ناقانونه سوداګرۍ کې ښکېل وو. امريکايي چارواکو د موادو د ډول يا د هغوی د لېږد د مسير په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو يادوي چې دا عمليات د دوی د قاچاق ضد پروګرامونو يوه برخه ده.
د امريکا جنوبي قوماندانۍ منلې ده چې د دغه بريد په پايله کې دوه تنه وژل شوي او يو بل کس ژغورل شوی دی. د دغه نظامي بنسټ په خبره، هغه کسان چې هدف ګرځول شوي، د نشه يي توکو د قاچاق له شبکو سره تړلي وو.
په ورته وخت کې، د سيبياېس نيوز شبکې د اټکل له مخې، د امريکا پوځ په وروستيو مياشتو کې د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د عملياتو په نوم، د لاتين امريکا په ساحلو کې لسګونه بېړۍ ويجاړې کړې دي چې له امله يې له سل زيات کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو ډلې د دغو اقداماتو سخت انتقاد کړی او دا يې د محکمې له پرېکړې پرته اعدامونه او آن د جګړې جنايتونه بللي دي.




