په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده

نړيوال د خوړو پروګرام (WFP) ويلي، په کابل کې په يو له هغو کلينيکونو کې چې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې دي، د هغو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي چې د خوارځواکۍ له امله درملنې ته ورځي. دا حالت په هېواد کې د تغذيې د بحران د ژورتيا څرګندونه کوي.
د WFP د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ ميليونه ماشومان او ۱.۲ ميليونه ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. دا يوه جدي ستونزه ده چې د راتلونکې نسل روغتيا له خطر سره مخ کوي او عاجلې درملنې او مرستو ته اړتيا لري.
دغه اداره زياتوي چې د اړتیاوو له زياتېدو سره سره، دا به خپلو د ژوند ژغورونکو تغذيې مرستو ته دوام ورکړي تر څو ميندې او ماشومان اړينو درملنو ته لاسرسی ومومي.
په ورته وخت کې، دوامداره بشري بحران او د ژوند او کار پراخ محدوديتونه، په ځانګړي ډول هغه چې د طالبانو لهخوا وضع شوي، د کورنيو لپاره د روغتيايي او ملاتړيي خدمتونو لاسرسي لا ستونزمن کړی او د ماشومانو د روغتيا د راتلونکي په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.




