امنیت او پېښېمهم خبرونه
په غزني کې د کابل–کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور ټپیان شول

د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د کابل–کندهار پر لویه لاره د غزني مرکز اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه تېره شپه د کوتل روضې په سیمه کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د یوې رنجر موټر د ۵۸۰ ډوله موټر سره ټکر کړی دی. د سرچینې په وینا، دواړه وژل شوي کسان د رنجر موټر سپرلي وو.
دغه راز، هغه څلور کسان چې په ۵۸۰ موټر کې ناست وو، په پېښه کې ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د کابل–کندهار لویه لاره د هېواد له ډېر ګڼه ګوڼې لرونکو لارو څخه شمېرل کېږي، او په دې لار کې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی یو ځل بیا د سړکونو د خوندیتوب او د ترافیک د مدیریت په اړه اندېښنې راولاړوي.




