سياستمهم خبرونه

د دوحې د بهير په لړ کې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېيمه ناسته په کابل کې جوړه شوه

د دوحې د بهير د چارچوب په ترڅ کې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېيمه ناسته د ملګرو ملتونو د مرستندوي ماموريت دفتر (يوناما) په کوربتوب، د کابل ګراند هوټل کې د حضوري او انلاين بڼو په يو ځای ترسره شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د يو شمېر ادارو، د افغانستان د مرکزي بانک، يوناما او د ملګرو ملتونو اړوندو نورو ادارو استازو، همدارنګه د نړيوالو او سيمه‌ييزو سازمانونو استازو، سفيرانو، ديپلوماتانو او کارپوهانو ګډون کړی و.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه ناسته په دوو برخو وېشل شوې وه؛ لومړۍ برخه د اقتصادي ودې او ګډون (شموليت) پر موضوع تمرکز درلود، او دويمه برخه د خصوصي سکتور اړوندو فعاليتونو په همغږۍ او شفافيت بحث ته ځانګړې شوې وه.

د طالبانو د ادارې استازو په دې ناسته کې د هغو څه چې يې “لاسته راوړنې” وبللې، په اقتصادي برخه کې خبرې وکړې. خو په داسې حال کې چې د افغانستان خصوصي سکتور لا هم د پراخو محدوديتونو، د روښانه چوکاټونو د نشتوالي او د طالبانو د محدودوونکو تګلارو له اغېزو سره مخ دی، يو شمېر ګډونوال د همکاريو پر دوام او د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ. دا داسې موضوع ده چې د تګلارو له اصلاح او د پانګونې لپاره د خوندي او وړ اټکل وړ چاپېريال له تضمين پرته له جدي اندېښنو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button