سياستمهم خبرونه

په اسرایېلي امنیتي ادارو کې د محرم معلوماتو د ناوړه استفادې په اړه پټې څېړنې پیل شوې

د سیمې رسنیو د اسرایېلي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسرایېلو په امنیتي ادارو کې د لوړپوړو چارواکو له خوا د حساسو معلوماتو د احتمالي ناوړه استفادې په اړه محرمې څېړنې پیل شوې دي.

د دغو راپورونو له مخې، اړوند ادارې دا تورونه د شاباک (د اسرایېلو کورني امنیت خدمت) او د اسرایېلو په پوځ کې څېړي، او ویل کېږي چې د دې قضیې لمن ښایي نوره هم پراخه شي. تر اوسه رسماً ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي.

خبرې سرچینې ټینګار کوي چې د موضوع د حساسیت او د هغې د احتمالي اغېزو له امله په امنیتي جوړښتونو باندې، د څېړنو پروسه د سخت سانسور لاندې روانه ده او د رسنیو لاسرسی معلوماتو ته محدود شوی دی.

په همدې تړاو، د تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د اسرایېلو پولیسو د بنیامین نتانیاهو د دفتر مشر د بهرنیو رسنیو ته د حساسو معلوماتو د لېږد په تور نیولی و څو ترې پوښتنې وشي. همدارنګه داسې راپورونه خپاره شوي چې یو اسرایېلي خبریال د ایران سره تړاو لرونکي یو بهرني شخص سره د اړیکو په تور نیول شوی، خو تر اوسه رسمي مقاماتو په دې اړه تفصیلي وضاحت نه دی وړاندې کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button