سياستمهم خبرونه
د زابل امنيه قوماندان د طالبانو د کورنيو چارو له وزير سره د ولايتي ستونزو په اړه وليدل

د زابل امنيه قوماندان ويلي چې د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو له وزير سراج الدين حقاني سره په ليدنه کې يې د دغه ولايت د اوسېدونکو ستونزې او ننګونې په مستقيم ډول شريکې کړې دي.
عبدالحليم حليمي طلوع نيوز ته ويلي چې دا ليدنه د زابل د عمومي وضعيت تر ارزونې وروسته ترسره شوې وه او د خبرو تمرکز پر هغو ستونزو و چې د دې ولايت خلک ورسره په بېلابېلو برخو کې مخ دي.
د ده په وينا، د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی چې يادې ستونزې به وڅېړل شي او د حل لپاره به اړين ګامونه پورته شي.
د زابل اوسېدونکي په تېرو کلونو کې څوځله د خدمتونو د کمښت، د امنيتي وضعيت او د مسوولو ادارو د کمزورې پاملرنې له امله شکايتونه کړي دي؛ هغه موضوعات چې لا هم د طالبانو د ادارې له خوا د عملي اقداماتو او ځواب غوښتنې ته اړتيا لري.




