طالبان د داعش پر ضد مبارزه او له ګاونډیو هېوادونو سره د امنیتي همکارۍ خبره کوي

د طالبانو د ادارې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوی د افغانستان دننه د ټولو “ترهګریزو” ډلو په شمول د داعش پر ضد مبارزه کوي او هڅه کوي دا لړۍ د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ پر مخ یوسي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د دوی ارزونې ښيي چې د هېواد په یو شمېر امنیتي پېښو کې ښکېل کسان د ځینو ګاونډیو هېوادونو اتباع دي او دا ډول پېښې ډېری وخت له افغانستان څخه بهر پلان کېږي. هغه ټینګار کړی چې د طالبانو اداره هڅه کوي د نورو هېوادونو له لارې د رسمي خبرو او همغږۍ په مټ د دغو فعالیتونو مخه ونیسي.
قانع زیاته کړې ده چې د کورنیو چارو وزارت په ځینو مواردو کې له دې ډول فعالیتونو سره تړلې قضایي او جنایي دوسيې شناسایي کړې او اړوندو کسانو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې. د ده په وینا، دا تګلاره به په راتلونکې کې هم روانه وي او هڅه کېږي چې د ګاونډیو هېوادونو خاوره د افغانستان پر ضد و نه کارول شي.
په همدې وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، پرته له لوړې کچې همکارۍ او د اغېزمنو معلوماتو له تبادلې، د سرحدي ګواښونو مهارول ګران دي.
دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، د دغه هېواد اړوند ادارې د افغانستان له لوري د سرحدونو په مدیریت کې په تماس کې دي؛ دا موضوع ښيي چې سیمه ییز امنیتي ننګونې لا هم پای ته نه دي رسېدلې او لا هم د روڼتیا، ځوابوینې او ریښتینې همکارۍ اړتیا شته.




