ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د سره صلیب کمیټه: په افغانستان کې میلیونونه کسان د بشري مرستو ته اړتیا لري

د نړیوال سره صلیب کمیټې په خپل تازه راپور کې ویلي چې میلیونونه افغانان د ژوند د دوام او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو پورې تړلي پاتې شوي، او دا اړتیا لا هم ورځ تر بلې زیاتیږي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ د دلوې په ۲۰مه ویلي چې پراخ فقر، د څو لسیزو جګړو پایلې او د اقلیم د بدلون اغېزې — لکه وچکالي، سېلابونه او زلزله — د کورنیو د بحرانونو د مقابلې وړتیا په پراخه کچه کمه کړې او د خلکو د زیان مننې کچه یې لوړه کړې ده.

د راپور له مخې، د خوړو نشتوالی، د روغتیایي خدمتونو محدود لاسرسی او د پاکو اوبو کمبود هغه لویې ننګونې دي چې د افغانستان د نفوس یوه ستره برخه یې د بهرنیو مرستو پورې تړلې کړې ده؛ داسې حالت چې د طالبانو د ادارې له خوا د اغېزمنې او ځواب ویونکې تګلارې د نشتوالي له امله لا هم پر خپل حال پاتې دی.

سره صلیب زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې به د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ پراخې روغتیایي چارې جاري وي، او له ۱.۲ میلیونو ډېرو ناروغانو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، په ۴۷ روغتیایي مرکزونو کې لومړني خدمات ترلاسه کړي دي. همدارنګه، تر ۳۳۷ زره ډېر د واکسین دوزونه تطبیق شوي دي.

د راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې له ۹ زرو څخه زیات د تغذيې له کمښت سره مخ ماشومان هم د تغذيې له پروګرامونو ګټه اخیستې، خو دغه اقدامات د اړتیاو د پراخې کچې په وړاندې کافي نه ګڼل کیږي.

د نړیوال سره صلیب کمیټې د افغانستان روان بشري بحران ته په اشارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې دوامداره مرستې وساتي، څو د خلکو له لا زیات رنځ مخنیوی وشي او د زیان منونکو ټولنو د زغم کچه لوړه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button