د پاکستان د دفاع وزیر: د افغانستان له خاورې وسلهوال د پاکستان امنیت ګواښي

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، ویلي چې یو شمېر وسلهوال عناصر چې د افغانستان په خاوره کې مېشت دي او د بهرنيو کړيو ملاتړ لري، هڅه کوي د پاکستان ثبات ګډوډ کړي او امنیتي ګواښونه ډېر کړي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، آصف د دوشنبې په ورځ د دلو شلمه نېټه ټينګار وکړ چې پاکستان څو ځله خپلې اندېښنې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه له د طالبانو له ادارې سره شريکې کړې دي، خو د ده په وینا، تراوسه پورې د دغو ډلو د بېرته راګرځېدو او فعاليت د مخنيوي لپاره هېڅ عملي ضمانت نه دی وړاندې شوی. هغه دا حالت د اندېښنې وړ وباله او د هغې د پايلو په اړه يې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د پاکستان د دفاع وزیر د اسلامآباد په يوه امامبارګاه کې وروستۍ ځانمرګې حمله د دغو ګواښونو څرګند مثال وباله؛ بريد چې د ۳۳ تنو د وژل کېدو او د لسګونو لمونځ کوونکو د ټپي کېدو لامل شو. هغه وويل، کورني اختلافات بايد د خبرو او قانوني لارو له لارې حل شي، ځکه تاوتريخوالی حل نه دی.
آصف همداراز وويل چې د پاکستان ملي اسمبلۍ د ترهګريزو بريدونو د عاملانو پر وړاندې د سختو اقداماتو بشپړ ملاتړ کړی او ټينګار يې وکړ چې بايد د ټول هېواد مذهبي ځایونه د خوندي کولو لپاره يو هراړخيز امنیتي پلان جوړ شي.




