د افغانستان د سفارت سرپرست په عمان کې د هند له سفیر سره وکتل

د افغانستان سفارت په عمان کې ویلي، چې حافظ عمر، د دې سفارت سرپرست، په مسقط ښار کې د هند له سفیر غوداورتي ونکاتا سرینواس سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دې لیدنې اصلي موضوع د افغانستان او هند تر منځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ارزونه وه. دواړو لورو د کابل او نوي ډیلي تر منځ د همکارۍ وضعیت او د تعاملاتو د پیاوړتیا د لارو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.
حافظ عمر په دې ناسته کې له هندي حکومت څخه وغوښتل، چې د عمان مېشت افغانانو لپاره د ویزې د صادرولو په برخه کې لازمه اسانتیاوې رامنځته کړي، ځکه دا کار کولای شي د دوی تګ راتګ، کورنۍ اړیکې او سوداګریز فعالیتونه آسان کړي.
په پای کې، دواړو خواوو اوږدمهاله دوه اړخیزو همکاریو د دوام او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو د پراختیا هڅې به په بېلابېلو کچو دوام ولري.




