د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پلاوی سعودي عربستان ته تللی

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت مشر، مولوي نورجلال جلال، د روغتیایي مشورتي خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.
د وزارت د چارواکو په وینا، دغه سفر د سعودي عربستان د دولت په رسمي بلنه ترسره شوی او موخه یې د روغتیایي اړیکو پیاوړتیا او د روغتیایي خدماتو په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ بلل شوي دي.
تمه ده چې مولوي جلال به د سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د عامې روغتیا له وزیر، د ملک سلمان د خیریه او مرستو مرکز له مسئولینو، د بیل او ملیندا ګیټس بنسټ له استازو او یو شمېر نورو نړیوالو خیریه بنسټونو سره لیدنې او خبرې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې له طالبانو سره د نړیوالو مرستو د کمښت او د بودیجې کمېدو له امله د افغانستان روغتیایي نظام له ګڼو ستونزو سره مخ دی. سره له دې چې طالبان وايي د روغتیایي اړیکو د پراخولو هڅې کوي، خو تراوسه یې نهدي توانیدلي چې د هېواد روغتیایي نظام د سیمهییزو او نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.



