په غزه کې د اسراییلي بریدونو مرګژوبله له ۷۲ زرو کسانو واوښته

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزه کې اعلان کړی چې د اسراییلي پوځ له بریدونو راهيسې د وژل شوو شمېر ۷۲ زره او ۳۲ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۱۷۱ زره او ۶۶۱ تنه ښودل شوی دی.
د دې ادارې د وروستي اعلاميې له مخې، پوځي عملیات له اووم د اکتوبر ۲۰۲۳ راپدېخوا دوام لري او ډېری قربانیان یې ملکي وګړي دي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، چې دا موضوع یو ځل بیا د بشري حقونو د اصولو د رعایت پر سر اندېښنې زیاتې کړې دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت همدارنګه ویلي، یوازې په تېرو څو ساعتونو کې د پنځو نورو وژل شوو کسانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي او لس تنه نور د بریدونو له امله ټپیان شوي دي.
د وزارت په وینا، زرګونه د غزې اوسېدونکي لا هم ورکې دي او اټکل کېږي ډېری یې د ویجاړو شویو ودانیو تر نخښو لاندې پاتې وي؛ دا وضعيت د ژغورنې د ټیمونو د محدود لاسرسي له امله د مرستندوی فعالیتونو پرمخ ستر خنډ جوړ کړی دی.
همدارنګه د راپور له مخې، له هغه راهيسې چې د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۱۱مه اوربند اعلان شو، تر اوسه ۵۸۱ تنه وژل شوي او ۱۵۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي. په همدې موده کې د ۷۱۷ کسانو مړي هم له نخښو ایستل شوي دي.




