اقتصادمهم خبرونه

په هرات کې د پنځه سوه اووه دېرش ميليونه زړو افغانۍ بانکنوټونو سوځول

د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي چې په هرات ولايت کې ۵۳۷ ميليونه او ۷۴۶ زره افغانۍ زړې بانکنوټونه له ختيځ زون څخه راټول او وروسته سوځول شوي دي. د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، ياد بانکنوټونه د «۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ» په نوموړې قطعو کې وو، چې له اړينو اداري مراحلو وروسته په ځانګړو کوره‌ګانو کې يو ځل سوځول شوي دي. دا اداره وايي، د زړو بانکنوټونو د سوځولو بهير د ملا محمد آخند، د مرکزي بانک د دويم مرستيال، په مشري تر سره شوی او د عدليې او ماليې وزارتونو او همدارنګه د امنيتي ادارو استازو هم د دې پروسې څارنه کړې ده. ملا محمد آخند ويلي چې د زړو بانکنوټونو سوځول د مرکزي بانک د دوامدارې تګلارې يوه برخه ده، چې موخه يې د پولي نظام روغتيا ساتل او د خلکو لپاره د نویو او سالمو بانکنوټونو د لاسرسي زمينه برابرول دي. نوموړي زياته کړې چې دا پروسه د مالي نظام په روڼتيا او د افغانی د اسعارو په اعتبار ساتلو کې مهم رول لري او د افغانۍ د بانکنوټونو د سمې کارونې په برخه کې د خلکو همکاري يو ګډ مسؤليت ګڼل کېږي. مرکزي بانک ټينګار کړی چې د ورځنيو معاملو د اسانتيا لپاره وخت په وخت زړې بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او د هغو په بدل کې نوي بانکنوټونه په دوران کې اچوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button