امنیت او پېښېمهم خبرونه
د جنوبي کوريا د پوځ هليکوپتر غورځېدلې؛ دوه سرتېري وژل شوي

د جنوبي کوريا پوځي چارواکو ويلي، د دې هېواد د ځمکني ځواک يوه هليکوپتر نسکوره شوې چې له امله يې لږ تر لږه دوه سرتېري مړه شوي دي.
د چارواکو په وينا، دا هليکوپتر د «اياېچ-۱اېس کبرا» ډوله وه چې د سيمهييز وخت له مخې د سهار شاوخوا يوولس بجې، د پلازمېنې سيول له شمال ختيځ شاوخوا ۵۵ کيلومتره لرې يوې سيمې کې نسکوره شوې ده.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا پېښه د اضطراري ناستې د تمرين پر مهال رامنځته شوې او تر اوسه د هليکوپتر له نسکورېدو وروسته د اورلګيدنې يا چاودنې هېڅ راپور نه دی ثبت شوی.
د جنوبي کوريا پوځي چارواکو څرګنده کړې چې د پېښې د دقيق علت د څېړلو لپاره يو ځانګړی پلټنيز کمېټه جوړه شوې او د څېړنو پايلې به له بشپړېدو وروسته له رسنيو سره شريکې شي.




