د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

پاکستان له زرو زيات افغان کډوال بېرته افغانستان ته استوي

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت پلان لري زرګونه افغان وګړي چې د امريکا د بیا میشتېدو تمه لري، بېرته افغانستان ته واستوي.

د «دي نېشن» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په شلمه، ليکلي چې د دې پلان له مخې شاوخوا ۱۹ زره او ۹۷۳ افغان وګړي به د بېرته استولو پروسې برخه وي. دا هغه کسان دي چې د امريکا ته د انتقال دوسيې یې روانې وې يا د انتظار په پړاو کې دي.

د راپور له مخې، د پاکستان فدرالي حکومت اراده لري چې د يو رسمي مکتوب له لارې د ولايتونو لوړ پوړو وزيرانو، د پنجاب، سند، خېبرپښتونخوا، بلوچستان، کشمير او ګلګت–بلتستان د عمومي پوليسو مشرانو، او همدارنګه د اسلام‌اباد د پلازمېنې کمېشنر ته د دې پروسې د عملي کولو امر ورکړي.

راپور زياتوي چې د ټولو ياد افغان وګړو بشپړ لېست او معلومات به د دغو امنيتي او اداري چارواکو لاس ته ورکړل شي، څو د دوی د پېژندنې او بېرته استولو بهير همغږی شي.

له دې سره، د پاکستان حکومت تراوسه د دې راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. دا څرګند ابهام په داسې حال کې دوام لري چې زرګونه افغان اتباع په پاکستان کې د امنيتي او حقوقي ناڅرګندو شرايطو له امله د بلاتکليفۍ له حالت سره مخ دي.

له بلې خوا، د امريکا د فعلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي پرېکړې، چې د P1 او P2 دوسيو د بيا میشتېدو غوښتنې يې لغوه کړې، د دغو پناه‌ غوښتونکو اندېښنې زياتې کړې او د هغوی راتلونکی يې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button