جاپان او ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوې اقلیمي مرسته لاسلیک کړه

د جاپان د نړیوالو همکاریو اداره او د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر د یوې نوې هوکړې له مخې د ۱.۴ میلیارد ین جاپان، چې شاوخوا ۹.۴ میلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي، مرستې د افغانستان د ټولنو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې، څو د اقلیم بدلون له پایلو سره د مقابلې وړتیا یې لوړه شي.
دغه تړون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو د دفتر رئیسې کیتي آن وبلي او د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې استازي سوتا توساکا لاسلیک کړی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ، دا پروژه به په کابل ولایت کې عملي شي او موخه یې دا ده چې د سیمه ییزو ټولنو ظرفیتونه د اقلیمي پېښو پر وړاندې پیاوړي کړي. د دې پروګرام اساسي هدف د خلکو د زیانپذیرتیا کمول دي، څو د اقلیم له طبیعي پېښو سره د مقابلې توان ولري.
په دې چوکاټ کې، د هغو تاسیساتو له جوړېدو ملاتړ کېږي چې د سېلابونو، وچکالۍ او نورو اقلیمي خطرونو زیانونه راکموي. همدارنګه، د پوهاوي لوړولو او اړینو مهارتونو د رامنځته کولو لپاره د ښوونیزو غونډو ترسره کول هم پلان شوي، څو اوسېدونکي وکولای شي په بیړنیو حالاتو کې سم غبرګون وښيي.




