ټولنهیزمهم خبرونه
په پکتیا کې د معارف وزارت په لګښت اته ښوونځي جوړ او بیارغول شوي

د پکتيا د معارف رياست ويلي، د دې ولايت يو ديني مدرسه او اووه دولتي ښوونځي بيارغول او نوې طرحه شوي دي. دا پروژې په ټوليز ډول د ۵.۴ ميليونه افغانيو په لګښت پلي شوي دي.
د دې رياست د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو بوديجه د طالبانو د ادارې د معارف وزارت له خوا برابره شوې او د ودانۍ کارونه د پکتيا ولايت په مرکز او د زرمت، شواک، احمدآباد او جانيخېل ولسواليو کې ترسره شوي دي.
د پکتيا د معارف مسوولان وايي، د دې پروژو موخه د تعليمي مرکزونو فزيکي وضعيت ښه کول او د زدهکوونکو د زده کړې لپاره مناسب چاپېريال رامنځته کول دي.
پکتيا د افغانستان له سويل ختيځ ولايتونو څخه ده چې په تيرو کلونو کې د ځينو ښوونځيو ودانۍ زړې شوې وې او له همدې امله يې د زده کړې بهير له ستونزو سره مخ و.




