ټولنه‌یزمهم خبرونه

په ۱۵ ناحیو کې د هرات ښار د معیاري کانالونو د جوړېدو کار پيل شو

د هرات ښاروالۍ اعلان کړی چې د دې ولایت په ۱۵ ناحیو کې د معیاري کانالونو د جوړونې پروژه پیل شوې ده. دا پروژه چې ارزښت یې له ۲۴ میلیونه افغانيو څخه ډېر دی، د ښاري کانالیزېشن د سیستم د ښه‌والي په هدف پلې کېږي.

د هرات ښاروالۍ ویاند محمدناصر آرمل ویلي، دا پروژه د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو برخو کې رسماً پیل شوې ده او پکې د هغو سیمو لپاره معیاري کانالونه جوړېږي چې له دې کاره بې‌برخې وې.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې اساسي موخې د سطحي اوبو د تویېدو مخنیوی، د ورښتونو له امله د ستونزو راکمېدل، د ښاري زېربناوو خونديتوب زیاتول، او د اوسېدونکو او تېرېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیا رامنځته کول دي.

د هرات ښاروالۍ ویاند زیاته کړې چې دغه پروژه د “هرات تاور” ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا عملي کېږي، او ښاروالۍ هڅه کوي د داسې پروګرامونو له لارې د ښاري پرمختګ بهیر پیاوړی کړي او د ښار اوسېدونکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button