سياستمهم خبرونه
د ايران او د طالبانو د ادارې د پولو چارواکو تيلفوني خبرې

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د حقوقي او نړيوالو چارو مرستيال د طالبانو د ادارې له د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزير سره د پولو اړوند مسایلو په اړه تيلفوني خبرې وکړې. د دواړو لورو د معلوماتو له مخې، په دې تيلفوني تماس کې پر دې ټينګار وشو چې د پولو د مديريت په برخه کې همکارۍ بايد دوام ومومي. د سرحدي نښو او اسنادو نوى کول د بحث له مهمو محورونو څخه و، چې دواړو لورو د دې کار د ابهامونو د راکمولو او د پولو د مناسبو اړيکو د تنظيم لپاره مهم وباله. تر څنګ يې دواړه خواوې سلا شوې چې ګډ تخنيکي او حقوقي ناستې به په چټک ډول ترسره شي، تر څو پاتې موضوعات د مسلکي چوکاټونو له لارې وڅېړل شي. د اعلان شوې موافقې له مخې، د ايران او افغانستان د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکی ناسته به د ۱۴۰۵ لمريز کال په ترڅ کې د ايران په کوربتوب ترسره شي.




