د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

د مخابرات او ټکنالوژۍ ریاست کې ۵۶ تنه د مسلکي زده‌کړو له بشپړولو فارغ شول

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د مخابرات او ټکنالوژۍ له رياست څخه ۵۶ تنه د مسلکي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د همدې رياست د روزنې او تربيې مديريت له لوري فارغ شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د فراغت مراسم د همدې موخې لپاره ترسره شول او د مراسمو په پای کې ګډونوالو ته د روزنې تصدیق‌نامې ورکړل شوې.

په دغه ناسته کې د مخابراتو د رياست نظامي مرستيال، انجينر عزيزالرحمن صلاح‌الدين، د وينا پر مهال د معاصرو ټکنالوژيو د کارونې پر ارزښت ټينګار وکړ او له فارغانو يې وغوښتل چې خپلې زده‌کړې په مؤثره توګه په دندو کې وکاروي او له نورو سره يې هم شريکې کړي.

مسوولينو زياته کړې چې د مسلکي وړتياوو لوړول او د تخنيکي جوړښتونو د مسلکي کولو په لور رغنده ګامونه اخيستل، د دې رياست له مهمو لومړيتوبونو څخه دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button