امنیت او پېښېمهم خبرونه
پوليس په هرات کې ۱۵ غلا شوې موټرسايکلونه نيولي دي

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، د هرات ښار د درېيمې امنيتي حوزې پوليسو د کشفي عملياتو پر مهال ۱۵ غلا شوې موټرسايکلونه موندلي او يو تن د غلا په تور نيولی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نيول شوی کس په مسلکي توګه د درېيمې امنيتي حوزې اړونده سيمو کې د استوګنو وسايط غلا کول. په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ياد کس دا مهال تر څېړنو لاندې دی او تر لومړنيو پلټنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. هرات د افغانستان له لوېديځو ولايتونو څخه دی چې په تيرو کلونو کې يې اوسېدونکو څو څو وارې د ښاري غلاوو د زياتوالي شکايت کړی دی، هغه موضوع چې د عامه امنيت د ټينګښت لپاره اغېزمنو او شفافو امنيتي تدابيرو ته اړتيا لري.




