سياستمهم خبرونه

امرالله صالح له اسلام‌اباده وروسته د پاکستان د عملي اقدام غوښتنه وکړه

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني حکومت لومړی مرستیال، د اسلام‌اباد پر شیعه وګړو د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي چې که پاکستان رښتیا هم د دې برید اصلي طراح پېژندلی یا نیولی وي، باید دا ادعا د عملي اقدام له لارې ثابته کړي.

صالح ټینګار کړی چې د برید د اصلي طراح په اړه د باوري شواهدو شتون دا معنا لري چې د فوري اقدام لپاره ټول شرایط چمتو دي او نور د ځنډ ځای نه پاتې کېږي. د ده په وینا، اوس چې د پاکستان په زړه کې د عبادت کوونکو د وژنې اسناد او معلومات شتون لري، د دغه هېواد پوځ او امنیتي ځواکونه مکلف دي چې په جدي توګه د طراحانو او عاملینو د نیولو لپاره اقدام وکړي.

هغه په انتقادي لهجه زیاته کړې ده چې پاکستان باید یوازې د لفظي غبرګونونو او ټویټر پیغامونو په اکتفا ونه کړي، بلکې خپل غوسه او ځواب باید په عمل کې وښيي؛ کنه نو دا به جدي پوښتنې راپورته کړي چې د دومره لوی پوځ شتون څه ګټه لري.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید له امله سلګونه شیعه وګړي وژل شوي او ټپیان شول. د داعش ډلې د برید مسوولیت منلی دی.

بل‌خوا، د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ویلي چې د برید اصلي طراح له څو نورو کسانو سره نیول شوی دی. له دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، ادعا کړې وه چې د برید طراح او عاملین د افغانستان اتباع دي او له افغانستان سره تګ راتګ لري، خو دا ادعا د طالبانو له خوا رد شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button