سياستمهم خبرونه

فضل‌الرحمن د پاکستان د افغانستان پر وړاندې پر سیاستونو نیوکه وکړه

مولانا فضل‌الرحمن، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر، د يکشنبې په ورځ په يو عامه غونډه کې د پاکستان د حکومت پر پاليسيو سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې د اسلام‌اباد رسمي دريځ د افغانستان څخه د امنيتي ګواښونو په اړه له واقعي حالت سره سمون نه لري.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر محدوديتونو د خبرو پر مهال وويل، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه حتی د يو انار انتقال پاکستان ته ممکن نه دی، د پاکستان حکومت ادعا کوي چې وسله‌وال کسان په اسانۍ د سرحد هاخوا څخه دې هېواد ته داخلېږي. د ده په وينا، که داسې تېرېدنه موجوده وي، نو د امنيتي ادارو دنده ده چې د دې مخه ونيسي.

فضل‌الرحمن زياته کړه چې که رښتيا هم وسله‌وال له افغانستانه پاکستان ته راځي، نو بيا ولې نه نيول کېږي او نه هم د دغو ادعاوو په وړاندې کوم رسمي او څرګند غبرګون ليدل کېږي.

هغه همداراز د پاکستان د واکمنۍ دننه پر اختلاف نظرونو هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د دغه هېواد د پوځيو چارواکو ترمنځ يو ډول واحد نظر نشته؛ د ده په وينا، يو جنرال د افغانستان سره پر خبرو ټينګار کوي، خو بل يې د جګړې د لارې يادونه کوي.

د جمعيت علمای اسلام مشر په بله برخه کې د پاکستان اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې د دغه هېواد پانګه او وګړي له هېواده د وتلو په حال کې دي. هغه له جزئياتو د تېرېدو په حال کې يادونه وکړه چې د ايران، هند، چين او افغانستان اقتصادي حالت د پاکستان په پرتله ښه ښکاري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button